یوه ورځ وروسته له هغې چې وویل شول د انتخاباتو د شکایتونو کمیسون به ښايي ددوهم ځل لپاره د انتخاباتو د ترسره کیدو غوښتنه وکړي د ولسمشر کرزي دفتر ددغه کمیسون د کار په اړه خپل شک او اندیښنه څرګنده کړه.
د حامدکرزي د انتخاباتي دفتر ویاند وحید عمر واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسون کار سیاسي بڼه غوره کړې ده او نور نو دا کمیسون د انتخاباتو دی یوه تخنیکي پروسې د میکانیزم په توګه نه دی پاتې .
وحید عمر وویل حامد کرزۍ به کیدی شي د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسون پریکړه ونه مني.
نوموړي وویل که د انتخاباتو د شکایتونو کمیسون انتخابات دویم ځل ته وباسي نو دا به یوه سیاسي پریکړه وي او په هغه صورت کې به کرزی هم سیاسي فیصله وکړي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د لومړنیو نتیجو پر اساس حامد کرزي په سلو کې ۵۴،۶ رای ګټلي او ټینګار کوي چې د انتخاباتو ګټونکی دی.
خو واشنګټن پوست د ځینو مسولانو په حواله وايي د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسون لخوا د درغلیو له پلټنو وروسته د کرزي رايې شاوخوا په سلو کې ۴۷ته راښکته شوي دي ،که چیرته د انتخاباتو خپلواک کمیسون دا تایید کړي نو دحامد کرزي او عبد الله عبد الله تر منځ باید انتخابات ددویم ځل لپاره ترسره شي.
خو لویدیځ دیپلوماټان وايي د انتخاباتو د خپلواک کمیسون او د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسون په فعالیت کې او پریکړو کې اختلاف به د افغانستان اوسنۍ سیاسي بحران نور پسې پراخ کړي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي که چیرته انتخابات دوهم ځل ته ووځي نو باید د افغانستان وضیعت او د هیواد اب هوا ته په پام سره په دو اونیو کې دننه ترسره شي چې د کتونکو په وینا یو ګران کار دی.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د لویدیځو مسولانوپه حواله وايي حامد کرزی او ډاکتر عبد الله د نړ یوالې ټولنې تر سخت فشار لاندې دي څو ددویم ځل انتخاباتو څخه د مخنیوي په خاطر په خپلو کې جوړجاړي ته ورسیږي او یو ایتلافي حکومت تشکيل کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې د جمعې په ورځ سي این این تلویزون ته وویل که چیرته د انتخاباتو د شکایتونو کمیسون ددویم ځل انتخاباتو غوښتنه وکړي نو دا هغه څه دي چې باید ترسره شي.
هیلري کلینټن وویل کیدی شي د انتخاباتو د شکایتونو کمیسون دا نتیجه اعلان کړي چې حامد کرزۍ د پنځوس جمعه یو رای ته نزدې دی چې په هغه صورت کې دا نتیجه ګیري کیدۍ شي چې که ددویم ځل لپاره انتخابات هم وشي نو د کرزي د ګټلو چانس زیات دی.