امریکايي پخوانیو پوځیانو د افغانستان پر پالیسۍ په غور کې ځنډ غندلی دی

د امریکا د جګړو پخوانیو متقاعدو پوځیانو د افغانستان د جګړي په اړه د جمهور رییس اوباما په ستراتیژۍ باندی د کره کتنې زیات ځنډ او موده غندلي او وایي په واشنګټن کي پدي اړه مباحثي په افغانستان کي امریکایی ځواکونو او ددی هیواد دفاع ته مستقیم ګواښ و.

د امریکا د جګړو د پخوانیو متقاعدو پوځیانو اتحادیه شاوخوا یو نیم میلوین غړي لري . ددي اتحادیي رییس په یوې اعلامیې کي له جمهور رییس اوباما څخه غوښتي چي د خپلو پوځي قوماندانانو مشورې دي ومنی چي افغانستان ته د نورو عسکرو د استولو غوښتنه یي کړي.