د انتخاباتي شکایتونو کمیسون د کرزي رايې کمې کړې دي

راپورونه وایي د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کي د درغلیو د څیړنې کمیسیون د حامد کرزي راي په سلو کي له پنځوسو څخه کمي ښودلي دي.

واشنګټن پوست ورځپاڼې لیکلي د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون د حامد کرزي راي په سلو کي ۴۷ حساب کړي او پدي توګه به له ډاکټر عبدالله سره دوهم ځلې انتخاباتو ته ودریږي.

د انتخاباتو د خپلواکه کمیسیون ویاند نورمحمد نور آزادي رادیو سره مرکي کي پدي اړه وویل. دا له ډېر وختی دی چی د دوهم ځلي انتخاباتو په مسلي دی خبري وشي.

ښاغلی نور وایي د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون دوي ته ویلي و چي د پنجشنبې په ورځ به خپل راپور یا پریکړه دوي ته وسپاري خو تر اوسه یي دا کار ندی کړی.

خبرۍ رسني وایي تمه ده چی د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون به سبا ته د انتخاباتو د درغلیو په اړه د خپلو څیړنو نتیجه اعلان کړي.

د رایو په لومړنیو نتیجو کي ښودل شوي وه چي حامد کرزي د رایو په سلو کي ۵۴ اعشاریه ۶ وړيدي.

په امریکا کي د افغانستان سفېر سید طیب جواد پرون ویلي و امکان لري چي د حامد کرزي او ډاکټر عبدالله تر منځ دوهم ځلي انتخابات وشي.

جواد د حامد کرزي په اداري کي لومړنی چارواکی و چي په ډاګه یی ویلی و ډاکټر عبدالله ممکن دومره راي وړي وي چی له حامد کرزي سره دوهم ځلي انتخاباتو ته ودریږي.