د انتخاباتي شکایتونو کمیسون:سبا به د خپلو څېړنو نتایج اعلان کړو

رویټرز خبري آژانس د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د ویاندې په حواله په راپور کې لیکلي دي چې نوموړی کمیسیون ښايي د خپلو څېړنو نتایج سبا شنبې اعلان کړي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاندې نېلیکا لېټل نن وویل، تمه ده چې کمیسیون به خپله فیصله د شنبې په ورځ اعلان کړي. دې زیاته کړه چې د دوی کار نن هم دوام درلود.

مېرمن لېټل وايي، کار ډېرزیات پاتې دی او دوی نه غواړي چې بېړه وکړي.

د لویدیځ مطبوعاتو مخکې راپور ورکړی و، چې د کمیسیون فیصله ښايي دا وي چې د ولسمشر حامدکرزي او د ده د اصلي سیال ډاکټر عبدالله عبدالله ترمینځ دې د دوهمې دورې انتخابات وشي، ځکه د دې راپورونو په حواله ویل شوي دي چې د کمیسیون له خوا د باطلو رایو له کمولو وروسته د ولسمشرحامدکرزي رایې په سلوکې له نژدې ۵۵ څخه، په سلوکې نژدې ۴۷ ته راټیټې شوي او په لومړۍ دوره کې د بریالیتوب فیصدي نشي پوره کولای.

د کمیسیون ویاندې په دې اړه وویل، د درغلیو په اړه څېړنې روانې دي او د دې بهیر له پای ته رسېدو مخکې، د کاندیدانو د فیصدۍ په اړه خبرې له وخته مخکې دي.

دې زیاته کړه چې په دې اړه د څېړنو له بشپړېدو وروسته به دوی خپله پرېکړه د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته واستوي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون له څو اونیو راهیسې د هغو مشکوکو رایو په اړه څېړنې کوي چې ویل کېږي د تقلب پر بنسټ په صندوقو کې اچول شوې دي، نو ځکه دا فیصله هم ورپه غاړه ده چې معلومه کړي، آیا د انتخاباتو ګټونکی ولسمشرحامدکرزی دی او که دوهم ځل انتخابات په کار دي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون له خوا دا اعلان د ولسمشرحامدکرزي او د ولسمشرۍ د نورو کاندیدانو او چارواکو له پرله پسې غوښتنو وروسته کېږي.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتایج د اسد له ۲۹مې نېټې تراوسه ناڅرګند پاتې دي او په دې مینځ کې د پراخو درغلیو ادعاوې د ولسمشر حامد کرزي او د ده د نړیوالو پلویانو په اړیکو کې د سړښت باعث شوې.