په کابل کې درې اسټرلیایې ځوانان مسلمانان شول

نن د کابل په وزير محمد اكبر خان جامع جومات کې د جمعې د لمانځه څخه وروسته درې اسټرلیا یان چې د کابل اوسیدونکي دي د شهادت د کلمې په ویلو مسلمانان شول.

دغو درې كسانو ته د كلمې له ويلو وروسته د لمونځ كوونكو له خوا د عبدالرحمن، عبدالرحیم او عبدالله نومونه وركړل شول.

هر يو عبدالرحمن ، عبدالرحيم او عبدالله د ديني مسايلو د زده كړې لپاره د يني مبلغينو ته كښيناستل څو د اسلامي ارشاداتو په اړه خپل معلومات زيات كړي.