د پاکستان حکومت وايي په دغه هیواد کې به سخت دریځو وسله والو ته ماته ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د پاکستان په مختلفو سیمو کې د وسله والو طالبانو پورې مربوطو حملو شاوخوا ۴۰ تنه ووژل.
وسله والو د پرونیو بریدونو په لړ کې د پاکستان په دوهم ستر ښار لاهور کې د پولیسو پر دریو مرکزونو حملې ترسره کړې.
لس تنه وسله وال هم د پنجشنبې د ورځې په حملو کې وژل شوي دي.
په تیرو دو اونیو کې په پاکستان کې د وسلوالو سخت دریځو د تاوتریخوالي په نتیجه کې څه د پاسه ۱۵۰ تنه وژل شوي دي.
دا حملې په داسې وخت کې شو ي چې تمه ده د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پر سنګرونو پراخ عملیات پیل کړي.