مالدوا کې یو لاسي بم ګڼ کسان ټپیان کړي

د مالدوا په مرکز چیشینوا کې لږترلږه څلویښت کسان د لاسې بم په چاودنه کې ټپیان شوې دي.

دغه پېښه تیره شپه په هغه کنسرت کې رامنځته شوه، چې د چیشینوا ښار د ورځې په مناسبت جوړ شوی و.

ددغه هیواد د کورنیو چارو وزیر ویکتور کاتان وویل، د پېښې په اړه له تحقیقاتوڅرګندیږي، چې چاودنه د هغه لاسې بم له امله
رامنځته شوې ده، چې د پوځ لخوا کارول کیږي.

نوموړي وویل، دا لا معلومه نه ده چې دا چاودنه د بې روزګاره ځوانانو، تروریستانو او یا نورو کسانو لخوا تر سره شوې ده.