ډاكټر عبدالله، دا څرګندونې وروسته له هغې كړي، چې د چهارشنبې په ورځ يې د افغانستان لپاره د امريكا له پخواني سفير ډاكټر زلمي خليلزاد سره د انتخاباتو په سر په پورته شويو لانجو خبرې وكړې.
په داسې حال كې، چې په راتلونكو څو ورځو كې د انتخاباتو د وروستيو نتايجو د اعلان تمه كيږي، د ولسمشر كرزي اصلي سيال ډاكټر عبدالله انديښنه څرګنده كړې، چې حكومت غواړي له بېلابېلو لارو په نړيوالې ټولنې فشار راوړي څو د انتخاباتو نتايج ومني.
ډاكټر عبدالله د افغانستان په شمال كې روانو امنيتي ستونزو او دې سيمو ته د وسلوالو د وړلو په اړه د افغان مشرانو څرګندونو ته په اشارې وويل، چې نړيواله ټولنه بايد د دغو مسايلو تر اغيزې لاندې رانشي.
"زه نه غواړم، چې دا فضا د انتخاباتو په نتايجو كومه اغيزه وكړي او نړيواله ټولنه بايد د دې مسالې حساسيت ته متوجه اوسي.مونږ نه غواړو، چې نړيواله ټولنه د دې فضا تر اثر لاندې په يوه داسې پرېكړه كې شريك شي، چې په هغې كې د افغانستان د سولې راتلونكې، د دوی د دخالت او همكاريو راتلونكې له ګواښ سره مخ شي."
ډاكټر عبدالله وويل، چې د روانې ستونزې د حل تر ټولو ښه لار د انتخاباتو د عادلانه نتايجو اعلان دی، خو د هغه په وينا په انتخاباتو كې د درغليو او لاس وهنې مسايلو ته هم بايد جدي پاملرنه وشي.
خو افغان حكومت بيا د انتخاباتو د نتايجو د منلو لپاره د په نړيوالې ټولنې د فشار د راوړلو مساله په كلكه رد كړه.
د ولسمشر كرزي يو وياند احمد ضيا سيامك وويل، چې افغان حكومت د انتخاباتو د نتايجوپه اعلان كې په رامنځ ته شوي ځنډ انديښمن دی، ځكه د ده په وينا د دې بهير اوږدېدل خلك له ډول ډول ستونزو سره مخامخ كړي دي.
"افغان دولت بيا بيا د انتخاباتو د نتايجو په اعلان كې د ځنډ له امله خپله انديښنه څرګنده كړې.مونږ او تاسو، چې همدا اوس په خپله كې خبرې كوو طبعي خبره ده، چې افغان دولت له نړيوالې ټولنې غواړي، چې انتخاباتو نتايج ژر تر ژره اعلان كړي، څو د افغانستان خلك په دې پوه شي، چې څه ډول سياسي راتلونكې لري او راتلونكې ولسمشر به يې څوك وي.
نو دا د انتخاباتو مسلم حق دی او نړيواله ټولنه هم مكلفه ده، چې د افغانانو دې حق ته درناوې وكړي او نتايج ژر تر ژره اعلان كړي."
په افغانستان كې د جمهوري رياست انتخاباتو انتخابات د زمري د مياشتې په نهه ويشتمه نيټه ترسره شوي.
خو په انتخاباتو كې د پراخو درغليو او د بهرنيو د لاس وهنې د تورونو د سپيناوي لپاره د هغو وروستي نتايج لا هم نه دي اعلان شوي.
په داسې حال كې، چې دا لانجې لا هم روانې دي، په افغانستان كې د يو ايتلافي حكومت د جوړولو او همداراز دوهم پړاو ته د انتخاباتو د غزولو اوازو هم زور اخستې.
دا، چې شوي انتخابات به له څه ډول برخه ليك سره مخ شي، دا به د انتخاباتو د نتايجو له اعلان وروسته څرګنده شي.