په پام کې ده چی د امریکا د بهرنیوچارو وزېره هیلری کلنټن به نن، روسیې ته د خپل رسمي په پاي کي د روسیې تاتارستان جمهوریت ته لاړه شي .
مېرمن کلنټن به په یوه ګردي مېز کې د تاتارستان په مرکز کازان کې د ځایي خلکو پوښتنو ته ځوابونه ووایی.
مېرمن کلېنټن پرون د روسیې له جمهوررییس دیمتري میدودیف او د بهرنیوچارو له وزېر سرګي لاوروف سره د کتنې پرمهال د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړې خو روسي چارواکو له هیلېری کلنټن سره داسې کومه ژمنه ونکړه چې که چیرته له تهران سره د نړیوالې ټولني خبرې ناکامې شي، نو مسکو به پر ایران د سختو بندیزونو د لګولو ملاتړ وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزېر وویل چې پر ایران د نورو بندیزونو د لګولو ګواښونه به ګټه ونکړي. ده د خبرو پر دوام ټینګار وکړ.
د روسیې د بهرنیوچارو وزېر دغه راز وویل د امریکا او روسیې تر مینځ د اټومي وسلو د کمولو لپاره د نوي دوه اړخیز تړون په رامینځ ته کولو کی د پام وړ پرمختګ شوی دی.