بروان: هلمند کې باید ډېر افغان امنیتي ځواکونه ځای پرځای شي

د بريتانيا صدراعظم ګورډن براون له ولسمشر حامد كرزي سره په تليفوني خبرو كې ژمنه وكړه، چې هېواد به يې د افغان امنيتي ځواكونو په روزنې كې خپله همكاري لا ډېره کړي.

د افغانستان د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر په يوې اعلاميې كې، چې نن خپره شوه ويلي، تېره ورځ ناوخته په دې تلفوني خبرو كې د بريتانيا صدراعظم د جنوبي ولايتونو په ځانګړې توګه د هلمند د امنيتي وضعيت په اړه هم خبرې وكړې او په دغه ولايت كې يې د لا ډېرو افغان امنيتي ځواكونو په ځاى پر ځاى كېدو ټينګار وكړ.

بريتانيا اوسمهال په هملند كې له اتو زرو ډېر عسكر لري.