زلمی خلیلزاد تېره شپه کابل ته راغی

په افغانستان كې د امريكا پخوانى سفير زلمى خليلزاد تېره ورځ ناوخته كابل ته راورسيد.

خليلزاد ته نږدې سرچينو ازادي راډيو ته وويل، نوموړى په افغانستان كې د اوسني بحران په اړه د خبرو او د هغه د حل لپاره د مرستې لپاره كابل ته راغلى.

ټاكل شوې خليلزاد په كابل كې له ځينو دولتي چارواكو او سياسي شخصيتونو سره وګوري.