په غور کې یوتښتول شوی ډاکټر خوشې شو

د غور ولايت په تيوره ولسوالۍ كې د خليل احمد په نوم هغه ډاكټر، چې دوه ورځې وړاندې برمته شوی و، بېرته خوشې كړای شو.

د تيوري ولسوال احمد خان مونجي ازادۍ راډيو ته وويل، چې برمته كونكو نوموړی ډاكټر د پيسو اخيستلو لپاره تښتولی و.

له بلې خوا د سرپل د ولايت مرستيال قمرالدين شكيب ازادۍ راډيو ته وويل، چې تېره شپه نا معلومو وسلوالو كسانو په دغه ولايت كې دوه ډاكټران او يوه قابله اختطاف كړي دي.

ده وړاندې وويل د دغو روغتيايي كاركونكو د بېرته خوشې كېدو هڅې روانې دي.

اخوا د بدخشان ولايت د شهر صفا ولسوال جنرال عبدالقدير ازادۍ راډيو ته وويل، چې نن سهار شاخوا پنځه بجې په شهربزګ ولسوالۍ كې يو روغتيايي كلينك سوزول شوی.

ښاغلي عبدلقدیر زياته كړه د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.