د شكاياتو كمېسيون غړي مولوي بارکزي استعفا وركړه

د افغانستان د شکایتونو غړی مولوي بارکزی خبریالونو د وینا پر مهال.

د انتخاباتي شكاياتونو كمېسيون پخوانى غړى مولوي مصطفى بارګزي وويل، چې دغه كمېسيون د ځينو بهرنيو كړيو تر سخت اغېز لاندې دى او بهرنيان په خپله ګته پرېكړي كوي.
ښاغلي باركزي زیاته کړه، چې د استعفا يوازنى دليل يې د شكاياتو په كمېسيون او د افغانستان په انتخاباتو كې د بهرنيانو لاسوهنه ده.

همدارنګه نوموړي وويل د دې كمېسيون ریيس ګرينټ كيپن او كاى ايډې د كمېسيون په چارو او انتخاباتو كې په لاسوهلو تورن كړل.

"ګرينت كيپن يوه ورځ زموږ سره ناسته درلوده هغه هم د افغانستان په چارو كې لاسوهنه درلوده او نور كسان هم شته، چې د هغه له خوا ټاكل شوی دي اوس هم دندي لري.
زه باوري يم، چې ښاغلى ايډې له يو بل ځاى څخه الهام اخلي، زموږ خلك بايد په دې اړه ژور فكر وكړي او وپوهېږي، چې هغه چا ټاكلى او څوك يې لارښوونه كوي او هغوى څه غواړي."

ښاغلي بارکزي وويل جمهور ریيس كرزى بايد په دې خوشاله نه شي، چې انتخابات به وګتي او نه هم ډاكتر عبدالله دې په تمه وه اوسي، چې انتخابات به دوهم پړاو ته وغزولی شي، ده وويل د پردې تر شا يوه بله خطرناكه لوبه روانه ده، چې كېداى شي بدې پايلې ولري.

خو د يوناما دفتر د ښاغلي باركزي له خوا لږول شوي تورونه په كلكه رد كړل او ويې ويل، چې كا ايډې نه په انتخاباتو كې لاس وهنه كوي او نه هم د كوم ځانګړي كانديد ملاتړ كوي.

په كابل كې د يوناما يو وياند نظيف الله سالارزي ازادۍ راديو ته ويلي، چې د انتخاباتو د شكاياتو كمېسيون خپلواك دى او كاى ايډې د هغوى په چارو كې لاسوهنه نه ده كړې.

"موږ دا په کراتو ويلي، چې دا اصلا حقيقت نه لري، چې ځانګړى استازى او يا يوناما د كوم چا پلوي كوي او يا دې په ټولټاكنو كې لاسوهنه وكړي دا ټاكنې د افغانستان د خلكو ټولټاكني دي او د ټاكنو د كمېسيون له خوا په لار اچول شوي دي."

د انتخاباتي شكاياتونو د كمېسيون د دې غړي د استعفا وركولو او د نوموړي د څرګندونو په اړه د دې كمېسيون دچارواکو په یو اعلامیه کې ویلي چې په دې استعفا خواشيني ده ، خو د ښاغلي بارکزي استعفا به یې پر چارو کومه اغزېه ونه لري.

په افغانستان كې د زمري د نهه ويشتمې نېټې په انتخاباتو نه يوازې د درغليو بلكه د بهرنيانو د لاس وهنې په اړه پراخې ادعاوې موجودې دي.

دا چې دا هرڅه او د نتخاباتي شكايتونو د كمسيون د غړي استعفی به د انتخاباتو په وروستيو نتايجو او په عمومي توګه په دې بهير څه ډول اغيزه ولري اوس يې په اړه څه ويل ګران بريښي.

راپور : معصوم پښتون