په كونړ كې پوځي چارواكي وايي، چې تېره شپه يې د كونړ ولايت په وټپور ولسوالۍ كې د وسلوالو مخالفينو پرضد سخت هوايي او ځمكني عمليات پيل كړي دي، چې تر اوسه هم دوام لري.
په كونړ كې د پوځي عملياتو د همغږي د مركز مشر جنرال محمد قاسم بيټني ازادي راډيو ته وويل، چې په دغو عملياتو كې په ګڼ شمېر مخالفين مړه او ژوبل شوي دي خو بيا هم د دقيقي شمېرې په اړه يې معلومات نه لري.
ده زياته كړه د ځينو طالبانو مړي د جګړي په ډګر پاتي دي، خو طالبانو تر دې مهال په دې اړه څه نه دي ويلي.
د كونړ يو شمېر اوسيدونكو ازادي راډيو ته وويل، چې بيګا ټوله شپه يې د سپكو او درنو وسلو د ډزو له امله په ارامه خوب نه دی كړي.