په افغانستان كې د ملګرو ملتونو سازمان هيله څرګندوي، چې د انتخاباتو خپلواك كميسون دې په ټاكنو كې د درغليو او شكايتونو په اړه د څېړونو وروسته د دې انتخاباتو نتايج ژرترژه اعلان كړي.

د دې ادارې يو وياند عليم صديق له ازادۍ راډيو سره په يوې ځانګړې مركې كې وويل، د انتخاباتو له اعلان سره به دوى وتوانيږي، چې د افغانستان د اوسنيو ستونزو د هواري لپاره پراخ ګامونه پورته كړي.
"موږ هیله لورو، چې دا پروسه په بیړه پای ته ورسیږي او هغه ستونزې حل شي چې افغانستان ورسره مخامخ دی، په هېواد کې ثبات راشي او موږ د اقتصاد د پیاوړتیا په لور ګامونه اوچت کړو. "
دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي، چې ولسمشر كرزي هم په خپل تازه خبري ناسته كې د انتخاباتو د نتايجو د اعلان غوښتنه وكړه.
ولمشر كرزي ويلي د انتخاباتو د نتايجو د اعلان ځنډيدلو داسې ګڼې ستونزې زيږولي، چې خلك پرې ځوريږي.
خو عليم صديق وايي د انتخاباتو د نتيجو له اعلان وروسته به د بيارغاونى پر پروژو اساسي تمركز وشي څو ګټه يې خلكو ته ورسيږي.
"دا مهمه ده چې د افغانستان تر انتخاباتو وروسته پرمختیایي پروګرامونه ګړوندي کړو، چې اقتصادي پراختیا رامنځ ته شي.
ډېرې هلې ځلې باید د وشي چې په چګړه ولاړ خلک د سولې خوا ته را مات شي او تاوتریخوالی پای ته ورسیږي دا هغه مسایل دي، چې موږ یې په مرسته کولای شو چې د ا هېواد د اقتصادي پراختیا په لور بوزو."
د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي د رايو پر مشكوكو صندوقونو باندې د دوى څيړنې لاهم دوام لري او دا مساله د دې لامل ګرځيدلې، چې د انتخاباتو د نتيجو اعلان وځنډيږي.
په انتخاباتو كې د درغليو او سرغړاونو ادعاوې موجودې دي، خو افغان ولس وايي، چې د دوى رايو ته بايد درناوى وشي او د انتخاباتو له امله اوسنۍ شخړې او ناندرې پاى ته ورسيږي.
راپور حسيبه شهيد