میرمن کلینټن د برتانیې د بهرنیو چارو له وزیر میلیبنډ سره وکتل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې اورپا د خپل پینځه ورځني سفر په پیل کې د یکشنبې په ورځ په لندن کې د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیر ډیوید میلیبنډ سره وکتل .

هغې له میلیبنډ سره خبرې ځانګړې، حساسي ، اغیزمنې او جوړونکې وبللې .

په دې خبرو اترو کې عمده موضوع د افغانستان مسله وه .

بریتانیا په نظر کې لري چې د هلمند ولایت ته پینځه سوه اضافي عسکر ولیږي .

د جرمني خبري اژانس په حواله لندن په خپلې پریکړي کې قاطع دی خو په دې شرط چې د ناټو نور غړي هیوادونه دا څرګنده کړی چې په افغانستان کې په دې مسوولیت کې برخه اخلي او کنه .

هلیری کلنټن د بریتانوي ځواکونو زړه ورتیا وستایله او ویې ویل دواړه هیوادونه به په افغانستان کې پر خپلو ژمنو ولاړ وي .