د هرات امنیتي ځواکونو وسلې او مهمات نیولي دي

د هرات ولايت امنيتي چارواكي وايي، چې په ګذرې ولسوالۍ كې يې يو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه كړي.

د هرات د امنيې قومندانۍ د امنيت امر دلاور شاه دلاور ازادۍ راډيو ته وويل، چې په دغو وسلو كې څلور ميله ماشندارې، څلور ماينونه او يو د ځان وژونکي واسكټ شامل دي.

ده وړاندې وويل، چې اوس دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه له طالبانو څخه پاكه شوې او دوی خلكو ته د ژوند د اسانتياوو په برابرولو باندې بوخت دي.