د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون د رایو په قاطع اکثریت سره په افغانستان کي د امنیت ساتني نړیوال مرستندویه ځواک یا ایساف ماموریت د یوه بل کال لپاره هم وغزاوه.
د امنیت شورا پنځلسو غړیو هیوادونو د یوه پریکړه لیک په تصویبولو سره د ناټو په مشرۍ ایساف ځواک څخه په ټینګه وغوښتل چي د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزني هلو ځلو ته دي دوام ورکړي تر څو دا ځواکونه د افغانستان د ساتني په کار کي په خپلو پښو ودریږي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پریکړه لیک کي د ملکي افغانانو د ساتني او د ملکي تلفاتو د کمولو په اهمیت ټینګار شوی.
دامنیت شورا دغه راز ایساف ځواک ته د زیاتو منابعو، وسایلو او کسانو د برابرولو غږ کړی.