د کابل په ننۍ ځانوژونکې حملې کې ۹۳ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په دې حمله کې ښځې اوماشومان هم وژل شوي

په کابل کې د کورنیو چارو دوزارت او د هند سفارت ته نژدې د نن سهار په چاودنه کې لږترلږه لس تنه وژل شوي اوڅه باندې اتیا تنه نورټپیان شوي دي .

لومړني راپورونه وايي چې په چاودنه کې لږ ترلږه څو موټرونه یومخ ویجاړ شوي او امبولانسونه د پېښې د ځای لورته په حرکت کې لیدل شوي دي .

ویل کېږي چې چاودنه د یوه موټرپه وسیله شوې .د پېښې ځای د امنیتي ځواکونو له لوري محاصره دی او څرګنده نه ده چې حمله کوونکي څوک په نښه کړي دي .


دا حمله چې د پاسپورت د دفتر په کوڅه کې شوې درې پولیس هم وژل شوي خو اکثره تلفات ملکیانو ته اوښتي دي .