په کابل کې يو شمير ښځو په ولايتې شوراګانو كې ښځو ته د زياتې سهميې غوښتنه وكړه

ښاغلي ثریا وایې په ولايتي شوراګانو كې د ميرمنو د څوكيو كموالی قانوني دليل نه دی

د افغان ميرمنو د ټولنې مشرې ثريا پرليكا په خپلو خبرو كې وويل چې بايد د انتخاباتو خپلواك كميسيون په دې اړه ځواب وركړی.

"په ولايتي شوراګانو كې د ميرمنو د څوكيو كموالی هيڅ ډول قانوني دليل نه لري، نو ځكه موږ د مدني ټولنې غړي خپل حقوق غواړو او د كابل په ولايتي شورا كې د ميرمنو د څوكيو د كمښت علت بايد روښانه شي، د انتخاباتو خپلواك كميسيون بايد زموږغوښتنو ته ځواب وركړي."

د غونډې د ګډونوالو په وينا د زمري د نهه وېشتمي نېټي د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو پدې انتخاباتو كې هم د ميرمنو ونډه ډيره زياته وه.
د ښځو غونډه


د ګډونوالو له خوا په يوې اعلاميې كې وويل شول چې په انتخاباتو كې د ميرمنو ونډه ۵۸ فيصده وه نو له همدې امله بايد د ټولو ولايتونو په ولايتي شوراګانو كې د ميرمنو ونډه زياته كړای شي.

خو د افغانستان د خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور وويل چې سړيو د رقابت له ليارې په دې توانيدلي چې زياتي څوكۍ ترلاسه كړي:

"د نهه وېشتمې مادې په اساس باندې د کابل ولایت ته یواځې اته میرمنې لاره پیدا کړي نه زیاتې.

په کوم شي چې موږ پرې تاکید کوو هغه داده چې که چیرې میرمنې د نارینوو سره رقابت وکړای شي.

۲۹ څوکۍ لرو په کابل کې چې ۲۹ میرمنې هم ډیرې رایې وګټي دوی کولای شي دا څوکۍ ترلاسه کړي او که چیری رقابت ونشي کړای نو یوځای په کابل کې دوی ته اته څوکۍ مشخص شوي دي."

د افغانستان د دیرشو ولايتونو د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو پايلې تقريبا لس ورځې دمخه اعلان شوي، د انتخاباتو د خپلواك كميسيون په انټرنيټي پاڼه باندې د ټولو هغو كانديدانو نومونه شته چې زياتې رايې يې ترلاسه كړي وي.

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي چې ډير ژر به د پاتې څلورو ولايتونو پايلې هم اعلان كړي.
ښاغلي نور وایې که ښځې د نارینو سره په رقابت کې پاتې راغلې نو دوی لپاره اته څوکۍ دي


د ولايتي شوراګانو په انتخاباتي بهير كې د درغليو شكايتونه هم موجود دي خو د كار پوهانو په باور د جمهوري رياست د انتخاباتو د پايلو په سر روان كړكيچ د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو ستونزي يوي خواته كړي دي.