د فزیک په برخه کې د نوبل جایزه درې کسانو ته ورکړل شوه

دریو ساینس پوهانو ته نن د نوري فایبر اود بریښنا د نیمه هادي موادو د پیژندنې په برخه کې د نوبل جایزې ورکړل شوې.

ددغې جایزې نیمه برخه په چین کې زیږیدلي ساینس پوه چارلز کاو ته ورکړل شوې او د امریکا جورج سمیت د کاناډا ویلیارد بویل په ګډه د جایزې دوهمه برخه ترلاسه کړې ده.

د نوبل د جایزې کمیټې ویلي دغه درې واړه ساینس پوهان توانیدلي چې د اوسني وخت د وصلونکو شبکو اساس جوړ کړي.