په سویډن کی به نن د نوبل د فزیک د جایزی د سږني کال ګټونکی اعلان شی.
دابه په روانه اونۍ کی دنوبل د جایزې دوهم ګټونکی وي چې اعلانیږي.
دنوبل کمیټې پرون د روغتیا جایزه په امریکاکی میشت دریو ساینس پوهانو ته د کروموزیمونو او انزایمونو په اړه ددوی د کارونو په خاطر ورکړه.
د فزیک له جایزې وروسته، سباته د کیمیا او بل سباته هم د ادبیاتو د جایزو ګټونکي اعلانیږي او د نوبل د سولې د جایزی ګټونکی به داکتوبر په نهمه اعلان شي.
او دغه راز په پام کی ده چی داقتصاد جایزه چې اساس یی نوبل نه بلکې د سویډن مرکزی بانک ایښی دی، د اکتوبر په دولسمه اعلان شي.
دنوبل دجایزو اساس په ۱۹۰۱ کال کی د ډینموټو دمخترع اود سوداګر الفرید نوبل د وصیت نامي په اساس کښیودل شو.