شمالي کوریا د یوې اټومې دستکا د جوړولو په وروستي پړاو کې

راپورونه وایی، داسی ښکاری چی شمالی کوریا د هغې اټومي دستګاه د جوړولو کار وروستۍ مرحلې ته رسولی چې دشپږاړخیزو خبرو په نتیجه کې له کاره غورزول شوی وه.

د جنوبی کوریا د یون هاپ خبري اژانس په جنوبی کوریا اوامریکا کې د استخباراتی چارواکو له قوله وایي چې دوی داسې نښې نښانې ترلاسه کړي چی د شمالی کوریا د یانګ بیون د اټومي دستګاه د بیا فعاله کولو کار وروستي مرحلې ته رسیدلی.

شمالي کوریا په ۲۰۰۷ کال کې په دې دستګاه کې د پلوتونیمو د تولیدپروسه بنده کړه او له هغی وروسته یی د دستګاووپه له مینځه وړلو پیل وکړ.

خو شمالی کوریا د اپریل په میاشت کی له اټومی خبرو ووته او وروسته له هغی چی د ملګروملتونو امنیت شورا ددی هیواد دلیری واټن ویشتونکی توغندیو ازموینه وغندله، ویی ویل چی د یانګ بیون بټی به بیرته فعاله کړی.