د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون پرون د جمهوري رياست د انتخاباتو د مشكوكو صندوقونه بيا كتنه پيل كړه.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون ویاند نورمحمد نور وویل، دا کتنه چې په څو ورځو کې به بشپړه شي، د ملګروملتونو د مقاماتو او د جمهوری ریاست د کاندیدانو د استازیو تر څارنې لاندې ترسره کیږي.
ښاغلي نور زیاته کړه، د مشكوكو صندوقونو شمېر د يوې تخنيكي ستونزې له امله چې پخوا موجوده وه، ډېر شوي او له درې زره څلور سوو پنځه نوي مشكوكو صندوقونو څخه به درې سوو اته پنځوس په نمونه یي ډول وڅيړل شي.
ښاغلي نور وويل، د مشكوكو صندقونو د بيا كتنې پروسه به په څلورو ورځو كې بشپړه شي او نتايج به يې د انتخاباتو د شكايتونو كميسيون ټاكي.
كه څه هم له ځينو ولايتونو څخه په انتخاباتو كې د پراخو درغليو راپورونه وركړل شوي دي، خو ښاغلي نور وويل، يادې شوې مشكوكې رايې د هېواد له ټولو ولايتونو څخه دي.