د ایراني بانکونو پرضد د اقدام غوښتنه

د امریکا متحدو ایالاتو پرون د ایراني بانکونو له خوا د تورو پیسو د سپینولو او د تروریزم د تمویل په وړاندی د جدي نړیوال اقدام غوښتنه وکړه.
امریکا دغه راز وویل، ټول هیوادونه باید هغه موجود بندیزونه عملي کړي چې دایران پر مالي موسسولګول شوي دي.

دامریکا د خزانی وزیر تیموتی ګیتنیر دا څرګندونی په استانبول کی د نړیوال وجهي صندوق یا IMF په غونډه کې وکړې. ده وویل چې نړیواله ټولنه باید د ایران په وړاندی تدافعي اقدامات وکړي.

امریکايي چارواکي وايي، هیله من دي چې دغه فشارونه به تهران د خپل اټومي پروګرام بندولو ته اړ کړي. د دې چارواکو په وینا د دې اقداماتو هدف د لبنان د حزب الله په ګډون له هغوفلسطینی وسله والو ډلو سره د ایران ملاتړ دی چې تروریستي ډلې بلل کیږي.