ځیني افغانان پرته له اسنادو ایران ته د تګ راتګ کوي

راپورونه وايي، چې اسلام كلا ته څېرمه د هرات او ايران په ګډه پوله كې ايران افغانانو ته اجازه وركړې، چې له قانوني اسنادو پرته نوموړي هېواد ته تګ راتګ وكړي.

د هرات والي يوسف نورستاني ازادۍ راډيو ته وويل، چې ده ته هم راپورونه رسيدلي، چې سلګونه تنه افغانان له قانوني اسنادو پرته د اسلام كلا بندر ته څيرمه ايران ته دتګ راتګ په حال كې دي.

خوده وويل چې سيمې ته يې يو پلاوى استولى ترڅو په دې اړه تحقيقات وكړي.

په هرات كې دايران قونسل ښاغلي محمدي دا راپورونه ردكړي او دا يې هسې اوازې بللي دي.

په هرات كې يو شمېر سياسي څيړونكو دا كار ډېر خطرناكه بللى او ويلي يې دي، چې دا به د افغانستان لپاره ډير بد عواقب ولري.