د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي، چې ټاكل شوې ده د دوشنبې په ورځ به يوځل بيا د رايو يوشمير صندوقونه د كورنيو او نړيوالو ناظرينو او د كانديدانو د استازو تر مخ بیا وګوري .
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي، چې د څه باندې درې سوو صندوقونو د رايو بيا كتنه د دې لپاره ترسره كيږي څو د زمري د مياشتي د نهه ويشتمې نيټې د انتخاباتو په اړه دا په ډاګه شي، چې ايا انتخاباتي معيارونه په كې مراعات شوي دي او كه څنګه؟
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا مشر ډاكټر داوود علي نجفي ازادي راډيو ته وويل چې د دغې بياكتنې لپاره د يوې پاليسي په جوړولو باندې كار روان دی او تمه ده د بياكتنې دغه لړۍ به د دوشنبې په ورځ پيل شي.
"دلته د بيا شميرنې موضوع نه بلكه د بيا كتنې موضوع مطرح ده.د دې لپاره يې بيا كتنه كيږي، چې ايا انتخاباتي نورمونه په دې صندوقونو كې په نظر كې نيول شوي دي او كه نه خو تر اوسه پورې هم د دغه كار لپاره د انتخاباتو د كميسيون له خوا پاليسي نه ده جوړه شوي."
د انتخاباتو د خپواك كميسيون مشر وايي چې ددغو صندوقونو بيا كتنه به د يوشمير كورنيو او بهرنيو ناظرينو او د ځينو كانديدانو د استازو مخي ته وكتل شي
كه څه هم ښاغلي نجفي ډاډ څرګند كړی، چې دغه بهير به د كانديدانو له خوا د منلو وړ وګرځي خو د جمهوري رياست يوه كانديد ډاكټر رمضان بشر دوست دغه پروګرام غير قانوني وگاڼه
"زه موافق نه یم، چې یوازې دې ۳۱۳ صندوقونه وشمېرل شي، باید ټول مشکوک صندوقونه وشمېرل شي.
نن مې په ستره محکمه کې یوه عریضه ثبت کړه، چې باید د ټاکنو کمیسیون او د شکایتونو کمیسیون د تعقیب لاندې ونیول شي، چې ولې دوی ټول مشکوک صندوقونه بیا نه شمېري."
په عين حال كې د سياسي چارو، يو كارپوه مطيع الله خروټي د انتخاباتو په خپلواك كميسيون باندې نيوكې كړي، چې ولې دغه كميسيون مخكې تر مخكې په دې اړه پاليسي نه ده جوړه كړې خو بيا هم دغه لړۍ بې ګټي نه بولي.
"دغه موضوع، چې د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون څه دپاسه درې سوه صندوقونه یې مرکز ته راغوښتي او له سره یې شمېري، دا کار به څومره ګټور وي؟
خو بیا هم له هېڅ نه ښه دی، د دې پرځای چې په پټو سترګو د انتخاباتو نتیجه ومنل شي، ښه چې ملت په دې وپویږي چې یو کمیسیون شته او د دې پرځای چې ګډوډي کیږي دا ملت یو تلقین دی."
د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكو ويلي دي، چې دا د دغه كميسيون له صلاحيتونو څخه دي، چې په ورته توګه كاري كړنلاري وټاكي.
د مشكوكو رايو د صندوقوونو د بيا كتنې مساله وروسته له هاغې راپورته شوه، كله چې په انتخاباتو كې د ګڼو درغليو ادعاوې وشوې
خو د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي، چې په انتخاباتو كې دومره زياتې درغلۍ هم نه دي شوي، چې د انتخاباتو پايلې دې بل لور ته واړوي.