د نړۍ د بډای اقتصاد لرونکي اووهېوادونو مشران نن د ترکیې په استانبول ښار کې د اقتصادي بحران په اړه غونډه کوي.
دغه غونډه د نړیوال وجهي صندوق لخوا د جمعې ورځې د هغه خپور شوي راپور په دوام کې کیږي، چې وایي: اروپا به راتلونکی کال هم له نړیوال اقتصادي او مالي بحران څخه اغیزمن وي.
د نړیوال وجهي صندوق د اټکلونو له مخې، اروپایي بډای هیوادونه چې اقتصاد یې څلور فیصده ټیټ شوی و، په دوه زره لسم کال کې به شاوخوا صفر اعشاریه پنځه فیصده وده وکړي.
د منځنۍ او ختیځې اروپا هېوادونه چې د اقتصادي ودې په حال کې دي، اقتصاد یې په سلو کې له شپږ اعشاریه شپږ فیصده اغیزمنتوب سره مخامخ شوی و. خو دغه هیوادونه به په دوه زره لسم کال کې په سلو کې یو اعشاریه اوه فیصده وده وکړي.