تاجکستان کې په روسي ژبه خبرې بندې شوې

د تاجکستان پارلمان نن له هغه قانون سره موافقه وکړه، چې پر اساس یې په عام ژوند کې په روسیې ژبه غږیدل بندوي.

د تاجکستان پارلمان دغه قانون چې تیره اوونۍ مشرانو جرګې تایید کړی و، تصویب کړ.

ددغه قانون له مخې د دولتي موسسو ترمنځ اړیکې یوازې په تاجکي ژبه کیدای شي.

دغه قانون اوس باید د ولسمشر امام علی رحمان لخوا توشیح شي.