د ایرلینډ ټولپوښتنو کې ښايي د لیزبین تړون تاید شي

په ایرلینډ کې له غیر رسمي ټول پوښتنو څرګندیږي، چې په هغه کې د اروپایې اتحادیې د لیزبن تړون تایید شوی دی.

د ایرلینډ د بهرنیو چارو وزیر مایکل مارتین نن وویل: تمه لري چې د ټول پښتنو د لومړنیو نتیجو له مخې د لیزبن د تړون پلویان به د پام وړ بریالیتوب ترلاسه کړي.

ټاکل شوې ده، چې د دغو ټول پوښتنو وروستي نتیجې نن اعلان شي.

د لیزبن په تړون کې د اروپایي اتحادیې اوه ویشتو غړیو هېوادونو ته د بهرني سیاست د طرحې په برخه کې پراخه آزادي ورکول کیږي.

وروسته له هغه چې آیرلینډ تیرکال دغه تړون رد کړ او معرفي کول یې له کړکیچ سره مخامخ شو په بروکسل کې، چې د اروپایي اتحادیې مرکز دی پرله پسې هڅې وشوې، چې ددغه هېواد درې میلیون رایې ورکونکي وهڅوي، چې ددغه تړون ملاتړ وکړي.