راپورونه وايي چې یو امریکايی او یو برتانوی سرتېری په افغانستان کې د تاوتریخوالي په پېښو کې وژل شوي دي.
د امریکا د پوځ یوه ویانده وايي چې تېره شپه د افغانستان په ختیځ کې د امریکايي عسکرو پر ګزمه د راکټ انداز په حمله کې یو امریکایی سرتېری ووژل شو او څو تنه نور ټپیان شول.
د برتانیې پوځ هم ویلي چې په هلمند ولایت کې یو برتانوی سرتېری، هغه مهال ووژل شو چې د برتانوي ځواکونو اډې ته نژدې د ګزمې پر مهال بمي چاودنه وشوه.