د لوړو زده كړو وزارت د نوي ستراتيژۍ لپاره لوى كنفرانس جوړوي

د لوړو زده کړو وزیر محمد اعظم دادفر وايي د ماسټرۍ مساله مهمه ده، موږ باید ماسټري په افغانستان کې پیل کړو.

د افغانستان د لوړو زد كړو وزير وايي په نيژدې راتلوونكي كې په كابل كې د لوړو زده كړو د وزارت د نوي ستراتيژۍ د پيژندګلوي لپاره يو لوى كنفراس جوړ كړي.
محمد اعظم دادفر د پجشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل په دغه كنفرانس كې به د هېواد د لوړو زد كړو په برخه كې د شتو ستونزو د حل پر لارو چارو هم بحث وشي.

"همدغه ځاى دى چې د افغانستان د لوړو زده كړو تګلاره ټاكي، چې كومې خوا ته روانه ده، البته په دې كې د افغانستان حالات په نظر كې نيول سوي دي.

موږ د خپل توان له مخې دا ارزولې، چې مشكلات څنګه حل كړو په ځانګړې ډول د كيفيت مساله. د ماسټرۍ خبره مهمه ده، موږ خپل استادان د ماسترۍ تر حده رسو او بايد ماسټري په افغانستان كې پيل كړو."

د لوړو زده كړو د وزارت چارواكي وايي، چې اوس مهال دوى د علمي او مسلكي كدرونو د كمښت، مالي ستونزو او په ځينو برخو كې د زده كړو د ټيټ كيفيت په برخه كې له سختو ستونزو سره مخ دي، چې د حل لپاره يې جدي هڅې روانې دي.

په دې خبري غونډه كې په كابل كې د كرنې لپاره د يو بل پوهنتون د جوړولو يادونه هم وشوه.

د لوړو زده كړو د وزارت تدريسي مرستيال محمد عثمان باربري وويل، دغه پوهنتون به ډېر ژر د هند د حكومت په مالي مرسته جوړ سي.

"هغه پوهنتون چې هندوستان يې په افغانستان كې جوړوي درې عمد برخي لري، لومړۍ وترنري، دوهم كرنه او وروستۍ د باغدارۍ څانګه ده.

د لوړو زده كړو د وزارت وړانديز دا دى چې په دغه پوهنتون كې د خوړو د ټيكنالوژۍ يوه څانګه هم جوړه سي، په دې خاطر چې زموږ د لوړو زده كړو موسسې د خواړو د ټيكنالوژۍ اسانتياوي نه لري."

هند د افغان حكومت سره د ښوونې په برخه كي يو فعال همكار بلل كيږي او هر كال افغانستان ته د لوړو زده كړو پنځه سوه بورسونه په واك كې وركوي.

په دې وروستيو كلونو كې د لوړو زده كړو د ښه كولو لپاره كوښښونه روان دي او د دولتي پوهنتونو تر څنګ لسګونه شخصي پوهنتونه هم فعاليت كوي.

خو څنګه چې تمه كيږي په افغانستان كې لوړي زده كړې اوس هم ښه حالت نه لري.