هرات کې یو ماین خښوونکی وژل شوی

د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ كې تيره شپه د دولت د يو مخالف كس د وژل كيدلو خبر وركړل شوى دى.

ويل شوي، دغه كس غوښل چې په يو بازار كې ماين خښ كړي خو د ماين د خښولو پر مهال ماين چاودلى او دى په كې وژل شوى دى.

د شينډند ولسوال ملا لعل محمد ازادۍ راډيو ته ويلي، چې دغه ماين پر داسې يو بازاركې ځاى پر ځاى كيدلو چې د ورځې له خوا په كې د خلكو ډيره ګنه ګوڼه وي.

د وژل شوي سړي هويت نه دې څرګند شوى.