دامریکا د بهرنیو چارووزیره وايي، دافغانستان حکومت ته پکار ده چې د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی د پراخو درغلیو په اړه جدي څیړنه وکړي. څووکولای شي د خپلو خلکو اعتماد ترلاسه کړي.
کلینټن دا څرګندونې پرون په نیویارک کې د افغانستان د بهرنیو چارووزیر ته په کتنه کې کړي.
دامریکا د بهرنیوچارو وزیرې هیلري کلینټن وویل چې دافغان ولسمشر حامد کرزي حکومت بایدد خپلو خلکو د باور د ترلاسه کولو لپاره د تیرې میاشتی په انتخاباتو کې د درغلیو جدي ادعاوو ته رسیدګي وکړي.
یوه لوړرتبه امریکایي چارواکی چې د خپل نوم له ښودلو یې ډډه کړې اسوشتید پريس اژانس ته وویل چې کلینټن پرون په نیویارک کې د ملګروملتونو د عمومي غونډې په حاشیه کې د افغانستان د بهرنیو چاروله وزیررنګین دادفر سپانتا سره په کتنه کې وویل چې پرته له دې چې دانتخاباتو په نتیجه کې څه ډول حکومت رامینځته کیږي، د دغو ادعاوو په هکله یوه اعتباري څیړنه د اوسنۍ ادارې د مشروعیت لپاره ډیره مهمه ده.
داسد د نهه ویشتمې نیټې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې دپراخو درغلیو ادعاوې شوې.
دانتخاباتی شکایتونو د کمیسیون چارواکی د شاوخوا درې زره مرکزونو چې رایې یې قرنطین شوی یوازې د لس فیصدو رایې بیا شمیري.
د جمهوری ریاست د انتخاباتو لومړني نتایج ښیي چې حامد کرزی په سلو کی ۵۴.۶ رایې ګټلي دي. خو که دا معلومه شي چې د هغه په کټه کافی درغلۍ شوي ممکن د کرزي رایې له پنځوس فیصدو راټیټې شي چی په هغه صورت کې به ددویم دور انتخاباتو ضرورت وي او کرزی او عبداله عبداله به په دوهم دور کې د رقابت میدان ته راوځي.
دانتخاباتو د کمیسیون چارواکو ویلي چې د جمهوری ریاست د انتخاباتو وروستي نتایج به په یوې اونۍ کې اعلان کړي.
اسوشتید پريس لیکي که د دوهم ځل انتخاباتو اړتیا پیداشي نو باید داکټوبر د میاشتې په وروستیو دوواونیو کې ترسره شي ځکه ژمی راروان دی او دواورو په اوریدو سره به په تیره په شمال کې نامکنه وي چې انتخابات ترسره شي او په دې توګه به دوهم ځلي انتخابات راتلونکي پسرلي ته وځنډیږي.
د انتخاباتو په ځنډیدو سره به په افغانستان کې چې له یوې خوا دوسلوالو طالبانوپه وړاندې مبارزه کې له ستونزو سره مخ دی او له بلې خوا له اوسني حکومت څخه نړیوال ملاتړ مخ په کمیدو دی، د قدرت یوه خلا را مینځ ته شي.