د نړۍ مشرانو د جرمني صدراعظمې انګلا میرکل ته په پرونیو پارلماني انتخاباتو کې د بریالیتوب مبارکي ورکړې.
د مېرمن مېرکل مسیحي ډیموکرات ګوند په سلو کې نژدې ۳۴ رايې خپلې کړې دي په داسې حال کې چې سیال سوسیال د یموکرات ګوند په سلو کې شاوخوا ۲۳ رایې ګټلې دي.
دامریکا ولسمشر بارک اوباما وویل دی له میرکل سره د پراخې همکارۍ دوام ته سترګې په لاره دی.
د فرانسی ولسمشر نیکولاس سارکوزي وویل، د میرکل بریالیتوب د هغه اعتماد ښکارندویي کوي چې دې په تیرو څلورو کلونو کې په خلکوکې ترلاسه کړی دی.
دایتالیا صدراعظم سیلوي برلیسکوني میرکل ته په ټیلفون کې یوځل بیا د یوې پیاوړې اروپا پرګډدریځ ټینګاروکړ.
اوس د انګېلامېرکل بلاک د آزادو ډیموکراتانو له ګوند سره چې په انتخاباتو کې يې په سلو کې ۱۵ رایې وګټلې، د معتدل- ښي حکومت جوړولو ته چمتو ښکاري.