کونړ کې وسله والو مخالفینو د یو شرکت دوه تنه کار کوونکي وژلي

په كونړ د ماڼوګي ولسوالۍ د كنډګل په سيمه كې تېره شپه وسلوالو مخالفينو د سړك جوړونې په يوې كمپنی باندې د لاسي بمونو بريد كړی.

د ماڼوګي ولسوال غلام رحمن ازادۍ راډيو ته وويل چې په دې پېښه كې د سړك جوړونې د ساختماني شركت دوه تنه وژل شوي او يو بل ټپي شوی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پېښي مسووليت په غاړه اخيستی او زياتوي، چې په دې بريد كې يې د نوموړي كمپنۍ شپږ تنه مړه او لس نور ژوبل كړي.