د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګېټس وايي، له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره د مهال وېش ټاکل به، یوه لویه سهوه وي.
دی زیاتوي په افغانستان کې ماتې به د امریکا لپاره یوه فاجعه وي.
رابرت ګېټس چې پرون د امریکا له CNN ټلویزیون سره په مرکه کې خبرې کولې وویل، چې له افغانستان نه د وتلو ستراتيژي به یوه ناسمه او غلطه ستراتيژي وي.
د امریکا دفاع وزیر هغو کسانو ته په خطاب کې خبرې کولې چې په افغانستان کې د امریکا پر پوځي حضور انتقاد کوي.
ده وویل، طالبان او القاعده به له افغانستانه د امریکايي قواوو له وخته مخکې وتل پر امریکا بریالیتوب وګڼي او هغه به د پخواني شوروي اتحاد پر ځواکونو چې له لس کاله جګړو وروسته له افغانستانه ووتل، له بریالیتوب سره مقایسه کړي.