د انتخاباتو د نتایجو ځنډېدو د عادي افغانو پر ورځني ژوند اغېز کړی

راپورونه وايي د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتایجو ځنډیدو په افغانستان کې دننه د عادي ورځنی ژوند له ستونزو ډک کړی دی .
په افغانستان کې د ولسمشرۍ د سږنيو انتخاباتو پايلې چې د روان كال د زمري د مياشتې په نهه وېشتمه نېټه تر سره شول لا هم نه دي اعلان شوي.

ویل کېږي چې له انتخاباتو وروسته راپورته شویو ناندرو ګڼ شوداګر ویرولي دي او ځینې کسانو خو ان له بانکونو پیسې ایستلي.

یو شمیر کسان وايي په بازارونو ګې ګڼه ګوڼه کمه شوې ، یوشمیر ساختماني کارونه دریدلي او خلک د یو نا معلوم برخلیک په تمه ناست دي.

يو شمېر كابل ښاريان هم وايې چې د انتخاباتو د پايلو د اعلان ځنډيدل د خلكو په ورځنيو چارو اغيز كړى او يو شمېر كارونه يې په ټپه درولي دي، د کابل ښار یو اوسیدونکي د ازادۍ راډیو ته وویل:

" د انتخاباتو له امله خلکو اقتصادي ټکانونه خوړلي اوهمدارنګه کارونه یې په ټپه ولاړ دي او ټولو افغان سوداګرو خپلې پیسې له بانکو نه ویستي بهر ته یې لیږدولي دي."

خو يو شمېر افغان چارواكي دا نه مني چې د انتخاباتو د پايلو اعلان د خلكو په عادي ورځني ژوند بد اغېز کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعوو وزارت وياند جواد عمر دا راپورونه هم بې بنسټه بولې چې يو شمېر افغان سوداګرو له همدې وجې او د احتمالي ګډوډيو له وېرې خپلې پانګې له هېواد څخه بهر ته ليږدولې دي:

"تراوسه پورې د ا مسله په بازار کې په سمه توګه نه محسوسیږي ،موږ هیله لرو چې دا مسله به غلطه وي او که چیری دا رښتیا و ی نو په بازار کې به یې تاثیرات موجود وی."

كه څه هم د افغانستان د ولسمشرۍ له انتخاباتو څخه له يو مياشتې څخه زياته موده وتلې خو لا هم د دغو انتخاباتو رسمي پايلې نه دي اعلان شوي.

د انتخاباتو د خپلواك كمسيون له خوا اعلان شوې لومړنۍ پايلې ښيې چې د افغانستان د ولسمشرۍ په سږنيو انتخاباتو كې ولسمشر كرزي او سيال يې ډاكټر عبدالله عبدالله تر نورو زياتې رایې ګټلي خو د انتخاباتي شكايتونو كميسيون كار لا نه دى بشپړ شوى نو ځكه د انتخاباتو رسمي پايلې هم نه دي اعلان شوې.
افغانان وايې پكار ده دغه كميسون خپل كار چټك او د انتخاباتو پايلې ډير ژر اعلان كړي.