کېپن: ډېر ژر به مشکوکې رایې له سره وشمېرل شي

د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو اوریدلو کمیسیون وايي، ډیر ژر به د رایې ورکولو په سلګونو مرکزونو کې د مشکوکو رایو له سره شمارل پیل شي.

د دغه کمیسیون مشر ګرنټ کېپن ازادي راډیو ته وویل، دا کار د افغانستان د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره په موافقې کیږي.

ګرنټ کپین وویل، د رایې ورکولو له دریو زرو نه په ډېرو محلونو کې به د رایو صندوقونه به نمونوي ډول وشمارل شي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د انتخاباتو د شکایت اوریدلو کمیسیون سره سلا شول چې د لانجمنو رایو د له سره شمارلو چاره منظمه کړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو چارواکو هم له دغو کمیسیونونو څخه غوښتي دي چې خپل کار په دقت سره ترسره کړي.