نیمروز کې درې تنه د ماين په چاودنه کې وژل شوي

د نیمروز والي غلام دستګیر ازاد وايي، چې خاشرود ولسوالۍ ته نږدې د بګوال په مربوطاتو کې درې کسان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د نیمروز والي ازادي راډیو ته وویل، چې دوی په یوه کور کې ماین جوړاوه چې پرې وچاودېده.

غلام دستګیر ازاد وویل، ماین د ورانکارو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره جوړیده او د پیښې په اړه تحقیقات روان دي.

بلخوا د غرب د پولیسو د ساحوي زون چارواکي وايي، چې په فراه، نیمروز او هرات ولایتونو کې د اختر ورځې له امنیتي پلوه په ارامه فضا کې ترسره شوې او کومه خونړۍ پیښه په کې ونه شوه.