د افغانستان د پوهنې پخوانی وزیر سردارحمیدالله عنایت سراج پرون د اختر په دریمه د دوه نوي کلونو په عمر په روم کې وفات شو.
سردارحمیدالله عنایت سراج د اعلیحضرت امان الله غازي وراره، او د سردار عنایت الله خان زوی و. دی په ۱۹۱۷ کال د ننګرهار په سراج العماره کې وزېږېد. د پاچاهۍ او جمهوریت په کلونو کې يې د وزارت او سفارتونو په ګډون پر مهمو دولتي دندو کار وکړ.
دی په ۱۹۶۷ کال د افغانستان د پوهنې د وزیر په توګه وټاکل شو. د داود خان په رژیم کې يې لومړی په انګلستان کې او وروسته په هند کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړه.
حمیدالله عنایت سراج په ۱۳۵۷ کال کې د خلق ګوند له واکمنۍ وروسته هېواد ته ستون نشو او پاتې ژوند يې په روم کې تېر کړ.
په پام کې ده چې د مرحوم جنازه په روم کې خاورو ته وسپارل شي.