د امریکا ولسمشربارک اوباما په نیویارک کې د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتن یاهو اود فلسطینۍ ادارې له مشرمحمود عباس سره ولیدل .
دا درې اړخیزه غونډه وروسته له دې وشوه چې ولسمشراوباما له اسراییلي او فلسطیني مشرانو نتن یاهو او عباس سره جلا جلا کتلي وو.
د دې کتنې هدف د اسراییلو او فلسطیني چارواکو ترمنځ د سولې د خبرو بیا پیل کول بلل شوي وو خوپه دې باب چې په وروستۍ کتنه کې دوی څه پرېکړه وکړه ، سمدلاسه مالومات نه دي ورکړای شوي .
د نیویارک خبرې فلسطینیانو ته د اسراییلو د ولسمشرشیمون پیریز خبرداري ترسیوري لاندې راوستې .
هغه ویلي ووچې فلسطینیان دې تمه نه لري چې د ټولو اسراییلي مېشت ځایونو د جوړولو کار به پای ته ورسول شي .