پاکستان وايي د طالبانو دوه بریدونه یې پر شا تنمبولې

د پاکستان امنیتي ځواکونه وايي د افغانستان پولې ته نزدې په سرحد ایالت کې يې د وسله والو دوه حملې تیره شپه پر شا تمبولي دي.

پاکستاني ځواکونه وايي پدې حملو کې چې په جنوبي وزیرستان کې پر امنیتي پوستو شوي دي ۱۶ وسله وال او یو سرتیرۍ وژل شوي دي.

خو پاکستاني طالبان ادعا کوي چې پدې بریدونو کې يې ۴۵ پاکستاني پوځیان وژلي دي.

د پاکستان پوځ دغه راز په شمالي وزیرستان کې هم د وسله والو سخت دریځو پر ضد د عملیاتو خبر ورکوي او وايي چې ۸ تنه وسله وال يې وژلي دي.

د پاکستان د پوخ دغه ادعا کومې خپلواکې سرچیني نده تائيد کړې.