د روسیې ولسمشرسویس ته ځي

د روسی ولسمشر دیمیتري میدویدیف په یو رسمي سفر سویس ته ته رسیدلی دی.

دا لومړی ځل دی چې د روسیې یو ولسمشر سویس ته رسمي سفرکوي.

تمه ده چې میدویدیف به دسویس له ولسمشر رودلف میرز سره دغونډې په ترڅ کې د مالي بحران او د دواړه هیوادونو ترمینځ مسایل وڅیړي.

د سویس د حکومت یو ویاند وویل چې د ګرجستان او مسکو ترمینځ امنیتي خبرو کې د سویس د منځګړیتوب په اړه به هم خبرې وشي .

د روسیی ولسمشر سباته په سویس کې د یوروسي جنرال څلی ته ورځي .