د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن وایي، دا چې ایران نه غواړي د خپل اټومې پروګرام سوله ایز سوله ایز توب ثابت کړي، د نړۍ د امنیت لپاره بدعواقب لري.
میرمن کلټن په واشنګټن کې د خپلې وینا پر مهال چې د بروګینکز په انستیتوت کې یې وکړه وویل:
((مونږ د ایران له حقوقو څخه چې د سوله ایز اټومي پروګرام پراخول دي اندېښنه نه لرو، خو دا د ایران یو مسولیت دی، چې ثابته کړي له خپل اټومي پروګرام څخه د سوله ایزو مقاصدو لپاره استفاده کوي.دا ستونزمن کار نه دی. دایران لخوا د همکارۍ ردول، د دغه هېواد اعتبار زیانمنوي چې وایي، نه غواړي اټومي وسلې تولید کړي.))
د اوباما ادارې وړاندیز کړی چې ایران دې د خبرو پر مېز پاتې شي.
او که ایران له دغه ډول غوښتنې سره موافقه ونه کړي، له زیاتو سزاوو او پراخو تحریمونو سره به مخامخ شي.
نوموړې همدا راز وویل، د ایران په وړاندې وخت په تېرېدو دی او دغه هېواد د اندېښنو د له منځه وړلو لپاره باید څرګنده کړي چې جدي دی.
د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړه: همدا موضوع د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راتلونکې اوونۍ په عمومي غونډه کې لومړیتوب لري.