په تایلینډ کې بیا سور کمیسو مظاهرې وکړې

په تایلنډ کې زرګونو کسانو چې سره کمیسونه یې اغوستي و تر
سختو امنیتي تدابيرو لاندې د پخواني صدراعظم تشکین شنواترا په پلوي چې د پوځي کودتا له لارې لرې کړای شو، لاریون وکړ.

د سور کمیسو نهضت وایي، له صدراعظم ابهيجت ویجاجاوا څخه د استعفا او انتخاباتوغوښتنه کوي.

دې مسلې اندېښنې زیاتې کړي چې د اپریل میاشتې په شان به بیاپراخې حکومت ضد بلواوې وپارېږي، چې په ترڅ کې یې دوه تنه ووژل شول.
د دوه زره شپږم م کال د سپټامبر د نولسمې نېټې کودتا، د دريو کلونو په اوږدو کې په شاهي نظام کې ناڅاپي سیاسي ګډوډۍ رامنځته کړه، چې د پای ته رسېدو لږ نښې یې ښکاري. د اوسنېو اعتراضونو مشري د تاشکین پلویان کوي.