د امریکا د سی اۍ ای مشر وايي کرزی په انتخاباتو کې بریالی شوی

لیون پنیټا وايي که د افغانستان په انتخاباتو کې مشکوکې رایې باطلي هم شي بیا به هم حامد کرزی وړونکی وي.

د امریکا د استخباراتو د مرکزي اداری یا سي اۍ اې مشر وایي داسي بریښي چي جمهور رییس کرزی په انتخاباتو کی بریالی شوی دی.
د امریکا د استخباراتو د مرکزي اداري یا سي اۍ اي مشر لیون پنیتا په یوې مرکې کي ویلي دده په نظر که د افغانستان په انتخاباتو کي مشکوکې رایې باطلي هم شي بیا به هم حامد کرزی وړونکی وي.

دی وایي په دې کې شک نشته چي په انتخاباتو کې یو څه درغلۍ شوې او دا مسله د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون څیړي.

خو د پنیټا له مرکې وروسته د سي اۍ ای ویاند وویل چي ددې ادارې د رییس خبري د افغانستان د سیاسي وضعي په اړه یوه وړاند وینه وه او ښاغلی پنیټا په دي اړه چي حامد کرزی دي د افغانستان په انتخاباتو کي په عادلانه ډول بري ته رسیدلی وي، کوم خاص دریځ نه لري.

د سي اۍ اې ویاند جورج لیټل وایي ددې ادارې رییس پنیټا د افغانستان د انتخاباتو نتیجې نه دي تصدیق کړي، بلکې یوازې د یوې احتمالي نتیجې په اړه یي خپل نظر څرګند کړی.

لیټل وایي، پنیټا د افغانستان د انتخاباتو په اړه خپل وروستی نظر نه دی ور کړی.

لومړنۍ نتیجې ښیې چي حامد کرزي د رایو په سلو کي ۵۴ اعشاریه ۶ وړي او په دې توګه به د دوهم ځلي انتخاباتو اړتیا رامنځ ته نشي.

خو اروپایي څارونکي وایي چې د رایو یو پرڅلورو کې درغلۍ شوې او د دوې په وینا دا ټولې مشکوکي رایې د کرزي په ګټه دي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما د رایو په اړه د بشپړي څیړنې غوښتنه کړې او وایی په افغانستان کی سیاسي بي باوری به دی هیواد ته د نورو عسکرو د استولو په پریکړې اغیز وکړي.

له بلې خوا د پاکستان جمهور رییس اصف علي زرداري څو ورځي وړاندی ویلی و چي د افغانستان راتلونکی جمهور رییس به حامد کرزی وي.

د جمعي په ورځ د ایران جمهور ریس محمود احمدي نژاد هم حامد کرزي ته ټیلفون وکړ او په انتخاباتو کی د بري مبارکي یې ورته وویله. ا ویل کېږي چې روسیې هم د انتخاباتو د لومړنیو نتېجو هرکلی کړی دی .