کورنیو چارو وزارت: د کوچني اختر د امنیت لپاره جدي تدابیر په پام کې دي

د کورنیو چازو د وزارت ویاند زمري بشري نن ازادي راډیو ته وویل، د اختر په ورځو کې به په لسګونه زره عسکر د امنیت د نیولو او د مشکوکو فعالیتونو د مخنیوي لپاره په دنده بوخت وي.

په عین حال کې د عامې روغتیا وزارت هم اعلان کړی دی چې په مرکز او ولایتونو کې به یې د اختر په ورځو کې روغتیايي کلینکونه فعاله وي.

د یو بل خبر له مخې په کابل کې د امریکا سفیر کارل ایکن بیري د یوې مطبوعاتي اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان خلکو ته د کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت مبارکي ویلي ده.

ایکن بیري تمه ښودلې چې افغانان به په سوله او امنیت کې د اختر ورځې تیرې کړي.