نور: د ځینو مرکزونو د رایو بیا شمیرنه روانه ده

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور ازادي راډیو ته وویل، دا کار د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون په وړاندیز ترسره کیږي.

هغه وویل، د انتخاباتو په اړه د ځینو شکایتونو له امله د رایې ورکولو د شپږو سوو محلونو رایې قرنطین شوي دي.

ښاغلي نور وویل، تر څو پورې چې د ناسمو رایو د بیرته شمارلو او د شکایتونو د څیړلو پروسه پای ته نه وي رسیدلي، د انتخاباتو وروستي نتایج نشي اعلانیدای.