د پنجشیر خلک: په افغانستان کې شوي انتخابات شفاف او عادلانه وو

د پنجشیر ولایت په سلګونو خلکو د شنبې په ورځ په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان انتخابات شفاف او عادلانه وبلل.

دوی له نړېوالې ټولنې وغوښتل چې خپل ناپیلتوب خوندي وساتي او د خلکو د رایو درناوې دې وکړي.

ددې غونډې زیات تمرکز، چې یو ولسي خوځښت بلل شوی د انتخاباتو پر اهمیت وو او په کې له ټولو اړخونو وغوښتل شول، چې د انتخاباتي شکایتونو کمسیون د پریکړې انتظار وکړي.

د غونډې برخه والو د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو د اعلان او د انتخاباتي بهیر په ملاتړ کې یو درې ماده ایز پریکړه لیک هم خپور کړ.

ددې پریکړه لیک په یوه برخه کې، چې د غونډې د یو ګډونوال لخوا لوستل کیده د انتخاباتو په اړه د پنجشیر د خلکو دریځ ته په اشارې داسې ویل شویدي.

"د انتخاباتو هرکلی د سیاسي بلوغ او د افغانستان د خلکو په اساسي قانون د عمل څرګندوی دی، ددې مهم او برخه لیک ټاکلونکي بهیر شافیت د اوسنیو انتخاباتو ضروري اصول بولو.

د انتخاباتو د خپلواک کمسیون لخوا د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو اعلان زمونږ د تائید وړ دی.

ټول کورنۍ کړۍ او د هغوې بهرني ملاتړې باید زمونږ د خلکو د رایو درناوې وکړي او د قانوني ادارو یعنې د انتخاباتي شکایتونو د کمسیون او د انتخاباتو د خپلواک کمسیون له خوا د وروستیو نتایجو اعلان ته منتظر اوسي."

د پنجشیر د خلکو په دې غونډه کې له بهرنیو هیوادونو نه هم وغوښتل شول، چې خپل ناپیلتوب خوندي وساتي او په دې ترتیب سره دې د خلکو د رایو درناوی وکړي.

ددې غونډې یو ګډونوال محمد نادر وویل، چې ځینو بهرنیو هیوادونو او په هیواد کې دننه ځینې کړۍ د انتخاباتو په بهیر کې لاس وهنه کوي، حال دا چې ددوی په نظر دا انتخابات شاف او عادلانه وو:

"دا نننۍ غونډه د انتخاباتو له نتایجو او له انتخاباتو نه د ملاتړ په هدف جوړه شوې، چې په بریالیتوب سره ترسره شول. ځینو بهرنیو هیوادونو او ځینو کاندیدانو د انتخاباتو د نتایجو په اړه ځینې خبرې درلودلې او په هغو کې يې لاس وهنه کوله.
د افغانستان خلکو له دې انتخاباتو پریکنډه ملاتړ کړی او ویلي يې دي، چې دا انتخابات په شفاف ډول ترسره شوي دي."

له انتخاباتو او اعلان شویو نتایجو نه دا ملاتړ په داسې حال کې څرګند شوی، چې په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه بحثونو زور اخیستې او د اروپايې څارونکو ډلې خو یيا په شویو انتخاباتو کې یو نیم میلون رایې مشکوکې بللې.

دۍ ډلۍ ویلي دي، چې دا رایې د حامد کرزي، ډاکتر عبدالله او رمضان بشردوست په پلوی اخوا دې خوا شوې دي.

خو د ملي شورا ځینې غړي بیا د اروپايې څارونکو ډله ناپیلې نه بولي او وايي، چې دوی هڅه کوي انتخابات دوهم پړاو ته وغورزوي.